دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 187683
د سایبریا په ایرکوتسک سیمه کې سېلابونه ۱۴ تنه وژلي
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت نن تأیید کړه چې د سایبریا په ایرکوتسک سیمه کې د وروستیو سېلابونو د مړو شمېر ۱۴ تنو ته زیات شوی او ۱۳ تنه تر اوسه تری تم دي.

د دې وزارت له‌خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په سیمه کې د موسمي بارانونو له امله د راوتلو سېلابونو په نتیجه کې ۱۹۱ کسان ټپيان شوي او روغتونونو کې یې درملنه کېږي.
د ټپیانو له ډلې ۳۸یې ماشومان دي.
د دغو سېلابونو له امله زرګونه کورونه هم وران شوي او له ۲۰۰۰ زیات کسان له سېلاب ځپلو سیمو ایستل شوي دي.
https://avapress.com/vdcivyazpt1avq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته