دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 187658
فاریاب کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې، چې هوایي ملاتړ ورسره وو، ۳۱ وسله وال وژل شوي
د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسولین وایي، د فاریاب ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې یې د ۸ سرګروپانو په ګډون ۳۱ طالبان، د ځمکني محاربوي عملیاتو په پایله کې، چې هوایي ملاتړ ورسره وو، وژلي دي.

په شمال کې د شاهین قول اردو مسولینو په خپره کړې اعلامیه کې ویلی چې دغه عملیات د فاریاب ولایت د پشتون کوټ ولسوالۍ په نظیر آباد او هزار قلعه سیمو کې  ترسره شوي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې، په دغو عملیاتو کې د طالبانو څو مرکزونه او پټنځایونه افغان هوایي ځواکونو له لوري په نښه او له منځه وړل شوي دي.
د خبرپاڼې له قوله په دغو عملیاتو کې ۱۵ وسله وال ترهګر ژوبل شوي هم دي.
خبر پاڼې د یوه افغان سرتیري د وژل کیدو او د ۳ نورو د ټپي کیدو خبر هم ور کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcam0n6a49nai1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته