دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 187655
د جوزجان ولایت قوش تپه ولسوالی د طالبانو په لاس سقوط کړي
د ولسمشر لومړۍ معاون جنرال دوستم او اجرایی رئیس سره لیدنې همزمانه، ددی ولایت قوش تپه ولسوالی د طالبانو په لاس سقوط کړي دی.

عبدالقادر مالیه د جوزجان والی معاون د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: تیره شپه ۱۰ بجو په شاخوا د قوش تپه ولسوالی د طالبانو په لاس سقوط کړي او تراوسه د امنیتی ځواکونو برخلیک څخه کوم خبر نشته.
د هغه په وینا هیڅوک هغه ولسوالی ته نه شی تللای.
له بل لوری هم فریدون انیق، د جوزجان والی ویاند افغان غږ خبری آژانس خبرنګار ته وویل چی د دوو ورځو راهیسی د امنیتی ځواکونو او مخالفینو ترمنځ سخت نښته په قوش تپه ولسوالی کې ادامه لری.
د هغه په وینا، طالبان په دی مده کې ۲۵ تنه وژلی او ۱۰ تنه ټپیان درلودلي او همدارنګه ۶ تنه امنیتی ځواکونه شهید شوی او ۱۵ تنه نور ټپیان شوی دی.
هغه وویل چی د تیری شپی ۱۰ بجو راهیسی د قوش تپه ولسوالی مخابراتی شبکو آنتنونه پری شوی دی په دی حال کې ددی ولسوالی وضعیت څخه هیڅ کوم معلومات نشته.
په دی حال کې ذبیح الله مجاهد د طالبانو ویاند اعلان کړي چی د قوش تپه ولسوالی په پوره توګه طالبانو لاس ته ورغلی دی او ۱۱۳ تنه امنیتی ځواکونه وژل شوی او ټپیان شوی او یاهم اسیر شوی دی.
 
https://avapress.com/vdchmqnzm23n6-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته