د کندهار چارواکي تأييدوي چې وسلهوالو طالبانو پر معروف ولسوالۍ حمله کړې ده.
د کندهار چارواکي: طالبانو پر معروف ولسوالۍ حمله کړې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 سرطان 1398 ساعت 14:14
د کندهار چارواکي تأييدوي چې وسلهوالو طالبانو پر معروف ولسوالۍ حمله کړې ده.
د کندهار د والي ویاند عزيزا حمد عزيزي د وسلهوالو طالبانو بريد تائیدوي خو د زیان په اړه یې څه نه وایي.
خو قاري يوسف احمدي چې ځان د وسلهوالو طالبانو وياند معرفي کوي، رسنیو ته نن سهار په ليږلي برښنالیک کې ادعا کړې چې تېره شپه یې د معروف ولسوالۍ مرکز له جګړې وروسته نيولی، ۵۷ عسکر يې وژلي او ۱۱ نور يې ژوندي نيولي.
په عين وخت کې د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان سیمه کې د پيروزو پر پوسته تېره شپه د وسلهوالو طالبانو په حمله کې دوه پولیس وژل شوي او یو ټپي دی.
د کندهار امنیه قوماندان سکرتر قسیم ازاد وايي چي پهدغه حمله کې څلور وسلهوال طالبان هم وژل شوي او د شریف په نوم د یوه قوماندان په ګډون پنځه ټپيان شوي دي.
دغه راز تېره شپه د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ په پاشمول سیمه کې د پوستې له اشپز سره راغلي مېلمه پولیسو ته په خوړو کې نشهیي مواد ورکړي او بیا یې ډزې ورباندې کړې دي.
يوې امنيتي سرچینې ازادي راديو ته ويلي چې پهدې پيښه کې قوماندان او درې پولیس ټپيان شوي، اشپز او برید کوونکی نیول شوي دي.
وسلهوالو طالبانو د وروستيو دوو پېښو په اړه تر اوسه تبصره نهده کړې
د مطلب کود: 187554