د بادعیس ځايي چارواکي وايي چې طالبانو له څلورو ورځو راهیسې د دغه ولایت پر مرکز قلعه نو ښار د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې کړې ده او همدارنګه د مخابراتي شرکتونو انتنونه هم له کاره غورځولي دي.
'طالبانو د بادغیس پر مرکز د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې کړې'
طلوع نیوز , 3 سرطان 1398 ساعت 17:49
د بادعیس ځايي چارواکي وايي چې طالبانو له څلورو ورځو راهیسې د دغه ولایت پر مرکز قلعه نو ښار د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې کړې ده او همدارنګه د مخابراتي شرکتونو انتنونه هم له کاره غورځولي دي.
د بادغیس والي عبدالغفور ملکزی وايي چې طالبانو د دې له وېرې چې د هغوی د استوګنې ځای برملا نهشي، مخابراتي شرکتونه یې ګواښلي چې باید خپل فعالیتونه ودروي.
خو ملکزی ټینګار کوي چې ډېر ژر به د قلعه نو ښار برېښنا ونښلول شي او همدارنګه په دغه ولایت کې به د مخابراتي شرکتونو ستونزو ته هم پاملرنه وشي.
ښاغلي ملکزي زیاته کړه:«له هغوی سره پوځي جګړه پیل شوې او ښايي چې هغوی هم پلان ولري... د ټلېفون په اړه یې وېره دا ده چې د شپې له خوا ځای یې برملا کوي.»
په ورته وخت کې د بادغیس اوسېدونکي حکومت د مخاراتي شرکتونو د فعالولو او د برېښنا په وصلولو کې پر کم کار تورن وي.
د بادغیس یو اوسېدونکی فردوس حبیبي په دې اړه وویل:«د برېښنا پرې کېدل او د مخابراتي شبکو انتنونو نشتون نه شي کولای چې دولت ته ستونزه رامنځته کړي، بلکې یوازې کولای شي چې خلکو ته ستونزې رامنځته کړي.»
د دغه ولایت بل اوسېدونکی محمد رفیق هم څرګنده کړه:«دننه په مرکز کې مخابراتي شبکې او برېښنا پرې کوي او ګواښ کوي، دا تر وروستي بریده د حکومت کمزورتیا ښيي.»
خو د بادغیس د ولایتي شورا غړی عبدالعزیز بېک وايي چې د دغې ستونزې یوازینۍ حل لار، له قومي مشرانو او سپينږیرو مرسته غوښتل دي چې طالبان راضي کړي.
هغه زیاته کړه:«دولت بیا هم کولای شي چې له قومي مشرانو او سپينږیرو کار واخلي او یوه ډله جوړه کړي او له هغو خلکو سره مذاکره وکړي څو حل لاره پیدا شي پوهېږو چې له پوځي لارې شونې نه ده.»
د ځايي چارواکو په وینا، په روان کال کې، دا څوم ځل دی چې طالبان پر قلعه نو د ترکمنستان وارداتي برېښنا جریان پرې کوي.
طالبانو تراوسه د قلعه نو برېښنا د پرېکون په اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې ویل شوي وو چې د هغوی تر کنټرول لاندې سیمې هم باید برېښنا ولري - هغه غوښتنه چې د بادغیس ولایت ځايي چارواکي یې نه علمي کېدل د بودیجې نشتون له امله بولي
د مطلب کود: 187288