دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 186935
برتانیا له افغانستان سره ۱۳۰ میلیونه پونډه مرسته کوي
ولسمشر غني د برتانیې د ملي امنیت سلاکار، دفاع وزیرې، د بهرنیو او ګډو ګټو هیوادونو په چارو کې د برتانیې د دولت وزیر او د دغه هیواد د نړیوالې پراختیا له وزیرانو سره د افغانستان د سولې پروسې ټاکنو او ګډو همکاریو په اړه خبري کړي دي.

افغان ولسمشر غني ته د برتانیې د نړیوالې پراختیا وزیر د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې برتانیا به بروکسل کنفرانس کې د بشري مرستو پر ژمنو سربېره، له  افغانستان سره ۱۳۰ میلیونه پونډه مرسته وکړي.

 
https://avapress.com/vdchx-nzm23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته