دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 186870
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب روسیې ته ولاړ
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن د دوشنبې په ورځ روسیې ته ولاړ څو په اوفا کې د لوړپوړو امنیتي استازیو په لسمه غونډه کې برخه واخلي.

د ملي امنیت شورا نن په خپله ټویټرپاڼه دا خبر کړې ده.
ښاغلی محب د روسیې په اوفا ښار کې دې غونډې ته د روسیې د ملي امنیت شورا د منشي په بلنه ورغلی دی.
تمه ده د لوړ پوړو امنیتي استازیو غونډه د جون له اتلسمې تر شلمې د روسیې په اوفا ښار کې ترسره شي.
د لوړپوړو امنیتي استازیو غونډه د روسیې د ملي امنیت شورا له‌خوا ترسره کېږي چې دا وار د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو څه باندې سل استازي په‌کې برخه اخلي او په مهمو نړیوالو امنیتي مسایلو بحث کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfevdyxw6dcca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته