کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملا عبدالغني برادر د افغانستان د سولې په تړاو د چین مرکز بیجینګ ته تللی دی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 جوزا 1398 ساعت 11:47

طالبانو ته یوې نږدې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط چین هېود ته د دې ډلې د سیاسي مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د سفر خبر ورکړی دی.



سرچینه زیاتوي چې د دې سفر په لړ کې به د طالبانو د ډلې دغه مشر له چینایي چارواکو سره د افغان سولې په اړه وغږیږي.
د سرچینې له قوله طالبان غواړي له امریکایانو سره د خبرو تر اووم پړاو وړاندې ګاونډیو هېوادونو ته د خپل دریځ په اړه  مالومات ورکړي.
دغه طالب چارواکي په داسې حال کې چین ته سفر کړی دی، چې تمه وه د زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرو اووم پړاو د روان میلادي کال د جون میاشتې په ۱۳ نېټه پیل شي، خو تر اوسه یې په اړه مالومات ندي ورکړل شوي او ښایي په نږدو ورځو کې د خبرو اترو نوې لړۍ پیل شي.
سیاسي شننوونکي پدې باور دي چې، طالبانو د جګړې ترڅنګ دیپلوماسۍ او سیاسي فعالیتونو په برخه کې هم خپلې هڅې زیاتې کړې دي.
 


د مطلب کود: 186860

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/186860/ملا-عبدالغني-برادر-د-افغانستان-سولې-په-تړاو-چین-مرکز-بیجینګ-ته-تللی-دی

آوا
  https://www.avapress.com