دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۴۷
د مطلب کود : 186838
کندهار ولایت کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتی دی
کندهار ولایت بیلابیلو ولسوالیو کې د پولیسو په عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښی ده.

دغه عملیات، چی دکندهار په بېلابېلو ولسوالیو کی سوی پرمهال یې هغه پاکستانی طالبان هم وژل سوی، چی د افغان طالبانو د رهبرۍ او مدیریت په موخه راغلی وه.
د ځینو وژل سوو وسلوالو جسدونه هم امنیتی ځواکونو ته په لاس ورغلی دی
د کندهارامنیه قوماندان وایی، په تېرو دریو ورځو کی یې د عملیاتو پر مهال وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اړولی او هغوئ یې پر خپلو حملو پښېمانه کړی.
تورنجنرال تادین خان وایی، چی عملیات یې له تېرو دریو ورځو راهیسی په میانشین، شاولیکوټ، تخته پل او میوند ولسوالیو کی پیل کړی دی.
دده په وینا، په دریو ورځو کی د مخالفینو تلفات ۵۵ ته رسیږی، چی یوازی په ارغستان ولسوالۍ کی یې ۲۳ وسله وال د هوایی بریدونو پر مهال وژلی.

د کندهار امنیه قوماندان وایی، په وژل سویو وسله والو کی یو شمېر یې پاکستانی طالبان دی، چی د افغان طالبانو د رهبرۍ او مدیریت لپاره راغلی وه.
دده په خبره د وسله والو یو شمېر جسدونه یې په میوند ولسوالۍ کی د کندهار – هرات پر لویه لار، ځینی یې د تخته پل ولسوالۍ اړوند د سپین بولدک او کندهار ښار پر لار او پاته یې د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د کندهار – ترینکوټ پر لویه لار ایښی دی.
 
https://avapress.com/vdcjtmevouqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته