دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 186746
د کابل د ۹ حوزې په اړوند سیمه کې نبي کوهبندي ټپي او ونیول شو
امنیتي ځواکونو څرګنده کړې، چې په کابل کې د یوې وژونکې ډلې مشر نبي کوهبندي له پولیسو سره په نښته کې ټپي او ونیول شو.

کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې نبي کوهبندي د هغې خطرناکې او وژونکې ډلې مشر دی، چې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې یې ډېري جنایي جرمونه رامنځته کړي دي.
د کورونیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۲۵)  له غرمې وروسته یاد جنایتکار او وژونکی د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې له ملي پولیسو سره په نښته کې تپي شوی دی.
کوهبندي په کابل کې د یوې لس کسیزې وسلوالې ډلې مشر و او د نهمې حوزې په اړوند سیمو کې یې نه یوازې غلا، لار نیونه، لوټ، تالان او باج اخیستنه ترسره کړې، بلکې عامه امن او نظم یې هم ګډوډ کړی دی.
دا په داسې حال کې ده ، چې په دې وروستیو کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې کلبل ښاریان غلاوو او وژنو او بېلابېلو جنایتونو اندېښمن کړي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchk-nz-23n6qd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته