دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 186729
مودي: د ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان ترڅنګ ودریږو
ولسمشر اشرف غني او د هند لومړي وزیر نریندر مودي پرون ماخوستن د قرغزستان په پلازمینه بېشکیک سره وکتل.

د ولسمشرۍ د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې کتنه کې دواړو لوریو ترهګرۍ سره د مبارزې، سیمه ییز اتصال، د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا او د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په اړه مفصل بحث او خبرې وکړې.
نریندر مودي یو ځل بیا د خپل هیواد په استازیتوب ولسمشر غني ته د همکاریو ډاډ ورکړ.
نریندرمودي وویل، هند به د افغانستان د دوست او ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان تر څنګ وي.
نوموړي زیاته کړه، هند د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirqaz3t1avy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته