دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۶
د مطلب کود : 186668
تخار ته د امنیتي لوړ پوړو چارواکو سفر
د ملي دفاع کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان او د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر تخار ولایت ته ستانه شوي دي.

د تخار ولایت د امنیت د ارزولو له پاره د هېواد ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي او د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر متین بیګ دې ولایت ته ستانه شوي دي .
تخار چې په اوسمهال کې ناامنه ولایت ګڼل کیږي خو یاد امنیتي چارواکي بیا د امنیت د ارزولو له پاره دې ولایت ستانه شوي دي.
د تخار په څو ولسوالیو کې همدا اوس د طالبانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ جګړه روانه دي چې تیره ورځ هم بالامرغاب ولسوالۍ ددوی دواړو لورو ترمنځ لاس په لاس شوه خو سیمه ایزې ادارې په خبره اوس مهال یاده ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو په کنترول کې ده
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaiin6a49nai1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته