پوسټ کوډ 141056
نیټه خپرول: پنج شنبه 23 غبرګولی 139815:23
- 0 څرګندونه
- چاپ

دکورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼې راغلي،:” تېر ماښام د ترهګرو طالبانو ځینو ډلو د اوبې ولسوالۍ د امنیت د ګډوډولو په موخه بریدونه طرح کړي وو، چې د ملي پولیسو له کلک مقاومت سره مخ شول.
د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ نښته کې ۲۰ ترهګر طالبان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
په تأسف سره چې په دې نښتې کې دوه پولیس هم شهیدان شوي او ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی اوښتی.”