دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۲
د مطلب کود : 186582
کندهار والی ولسی جرګه کې کندهار خلګو استازی سره وکتل
د سې شنبې په ورځ کندهار والی حیات الله په ولسی جرګه کی د کندهار د خلګو له استازی محمد عارف خان نورزی سره په ولایت مقام کی وکتل.


په لیدنه کی ښاغلی نورزی د کندهار ولایت د اوسېدونکو یو شمېر ستونزی له ښاغلی حیات سره شریکی کړې او د هغه د حل په برخه کی یې له نوموړی څخه د بشپړی همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز کندهار والی حیات الله حیات د خپلو خبرو پرمهال هغه ته د دغو ستونزو د حل په برخه کی د امکان ترحده د همکارۍ ډاډ ورکړ.ښاغلی حیات وویل، کندهار ته د خدمت په موخه راغلی او په خپل ټول توان سره به د دغه ولایت زورېدلی ولس ته خدمت کوی، څو د کندهاری ولسونو حقوق خوندی ساتل سوی وی.
پاته دی نه وی، چی په لیدنه کی ښاغلی نورزی کندهار والی د اعزاز بګړۍ هم ور پر سر کړه او هغه ته یې په چارو کی د لا بریالیتوب هیله وکړه
 

https://avapress.com/vdcfcvdy0w6dcta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته