د لو?ر ولايت امنيتي چارواکي وايي، د جمع? پر ور?( د غبر?ولي ??) د ملي پوليسو ?ان??يو ?واکونو د لو?ر ولايت د محمدآغ? ولسوال? ا?وند په آبپران کلي ک? د وسلوالو طالبانو د ?پلو په موخه عمليات ترسره ک?ل

د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وایي، د جمعې پر ورځ( د غبرګولي ۱۷)  د ملي پولیسو ځانګړیو ځواکونو د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ اړوند په آبپران کلي کې د وسلوالو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات ترسره کړل، چې په کې ۱۸ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د لوګر د امنیه قومنداني ویاند څارمن شاهپور احمدزي آریانانیوز ته څرګنده کړې، چې د عملیاتو پرمهال د طالبانو درې میله کلاشینکوفه، ۱۷ شاجوره، پرتلې، ۴۴۰ ډزه ګولۍ، یو شمېر اسناد، نظامي دریشۍ او یو شمېر نور جګړه ییز توکي د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي.
سلوالو طالبانو تر اوسه د یاد برید په تړاو څه ندي ویلي
 

ستاسو نظر

مربوطه لیکنې

تازه ترین خبرونه