دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 186333
د انتخاباتو کمېسیون: نن په هېواد کې د تقويتي نوم لیکنې بهیر پیلېږي
نن شنبه د غزني ولایت په ګډون په ټول هېواد کې د تقويتي نوم لیکنې بهیر پیلېږي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د جمعې په ماسختن ازادي راډيو ته وويل چې دا بهیر به شل ورځې دوام وکړي.
دا بهیر به د غبرګولي له اتلسمې چې نن ده، پیل شي او د چنګاښ په لومړۍ نېټه به پای ته ورسېږي.
مېرمن نورستانۍ د دې نوم لیکنې د هدف په اړه داسې وويل:
"زموږ هېوادوال چې له خپل حقه محروم وو، یا مهاجر وو او يا يې غفلت کړی وو او يا هم نه وو پوهېدلي چې کوم ځای ته تذکره یوسي او نوم لیکنه وکړي، دا چې کوم کسان ترې پاتې شوي، له خپله حقه برخمن کېږي."
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، له غزني پرته به په نورو ولایتونو کې تقويتي نوم لیکنه وشي او په غزني ولایت کې به عمومي نوم لیکنه وشي، ځکه مخکې په دې ولایت کې د نوم لیکنې بهیر نه دی عملي شوی.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtmevtuqeotz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته