دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۹
د مطلب کود : 186326
د غزني ولایت خواجه عمري ولسوالۍ بېرته افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ولکې لاندي راغلل
دفاع وزارت وایي، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د غزني ولايت خواجه عمري ولسوالۍ، چې له يوه کال راهيسې د طالبانو په ولکه کې وه، نن سهار بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

د دفاع وزارت په خبر پاڼه کې راغلي چې “افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د غزني ولايت خواجه عمري ولسوالۍ چې له يوه کال راهيسې د طالبانو په ولکه کې وه بيرته تر لاسه کړه”.
دغه خبر د دفاع وزارت په ویب پاڼه کې د بېړني خبر په توګه خپور شوی خو په ډې اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
دفاع وزارت وایي چې په دې تړاو به نور معلومات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
 
https://avapress.com/vdcb50b80rhbwfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته