دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 185345
یاماموتو په جلاتوګه د افغانستان د ټاکنو غوښتونکی شو
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې یوه سرچینه وايي، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو د دې کمېسیون له غړو سره لیدنه درلوده او د کمېسیون له چارواکو یې غوښتنه کړې ده چې د هېواد ولسمشرۍ، د ولایتي شوراګانو او د غزني د پارلماني ټاکنې په بېل ډول ترسره کړي.

یاده سرچینه زیاتوي چې ښاغلي یاماموتو له ولسمشرۍ ماڼۍ سره د دوو نورو ټاکنو ترسره کول د ځان وژنې په مانا بولي.
 په همدې حال کې افغانستان کې د ملګروملتونو د استازولي دفتر(یوناما) د یادې سرچینې خبرې رد کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې ویلي چې د افغانستان د ولایتي شوراګانو او د غزني پارلماني ټاکنو د ځنډ په اړه یې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الیس ویلز وړندیز رد کړی دی
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbasb8srhbwfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته