د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داووزي د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار جرمني ته روان شو.
محمد عمر داوودزی د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ جرمني ته روان شو
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 ثور 1398 ساعت 12:10
د سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد عمر داووزي د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار جرمني ته روان شو.
ښاغلي داوودزی به په دغه سفر کې د جرمني هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې د کړندئ کولو او د نړیوالې اجماع د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړي.
او له هغې وروسته به ښاغلی داوودزی د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ هند ته روان شي. او د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سربیره به هندي چارواکو سره په افغان سوله خبرې اترې وکړي.
د مطلب کود: 184901