په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یا یوناما د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د اوربند په اړه د سولې د مشورتي لویې جرګې د غوښتنې ملاتړ کړی دی.
ملګرو ملتونو او ناټو د سولې د مشورتي لويې جرګې د پرېکړو ملاتړ کړی
ازادی رادیو , 14 ثور 1398 ساعت 9:15
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یا یوناما د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د اوربند په اړه د سولې د مشورتي لویې جرګې د غوښتنې ملاتړ کړی دی.
ملګرو ملتونو په یوې اعلامیه کې ویلي دي چې د مشورتي لويې جرګې له خوا غوښتل شوی اوربند به په افغانستان کې د سولې لپاره د زمینې په برابرولو کې مرسته وکړي او د افغانانو ژوند به وژغوري.
د یوناما په اعلامیه کې راغلي دي چې ملګري ملتونه چمتو دي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو په هدف له ټولو ښکېلو خواو سره لازمه مرسته او همکاري وکړي.
یوناما په بریالیتوب سره د مشورتي لويې جرګې د پای ته رسېدو له امله د دې جرګې ګډونوالو ته مبارکي ویلې ده.
ناټو تړون هم په کابل کې د جوړې شوې مشورتي لويې جرګې د پرېکړو او غوښتنو ملاتړ کړی دی.
د افغانستان لپاره د ناټو تړون ملکي استازي نیکولاس کې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي دي چې دې جرګې یو لوی پیغام ورکړ او اوس د سولې وخت دی او طالبان باید د افغانستان د خلکو غوښتنو ته درناوی وکړي.
د مطلب کود: 184442