دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 184251
مسؤلین: د پکتیا په ډنډ پټان بندر کې په درملو بار موټرې درول شوي
د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د پکتیا ولایت په ډنډ پټان بندر کې په درملو بار موټرې درول شوې دي.

نصیر عالمیار نن ازادي راډیو ته وویل، دغه موټرې د قاچاقي او بې‌کیفیته درملو د وارداتو په تور درول شوې دي.
دی زیاتوي:
"دا درمل د یو ميلیون ډالرو په ارزښت دي، زموږ سوداګر یې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي، یوه جدي ستونزه دا ده چې دلته لابراتوار نه‌لرو، مالونه نه‌ارزول کېږي او زموږ روغتیايي سکټور اغېزمن شوی دی."
نوموړي وویل چې په دې کې شک نه‌شته چې بې‌کیفیته درمل په قاچاقي ډول راورادېږي، خو زیاتوي چې دا د عامې روغتیا وزارت له‌خوا د راجستر شویو درملو موټرې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnt9qqak97x4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته