کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د داعش مشر له پنځو کلونو وروسته ویډیو کې څرګند شو

10 ثور 1398 ساعت 11:37

د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي تر پنځو کلونو وروسته په یو ویډیويي پیغام کې راڅرګند شو.



دغه ویډیويي پیغام تېره شپه په «الفرقان» ویبسایت کې خپور شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نوموړی په ۲۰۱۴ کال کې د موصل په النور جومات کې پخپل وروستي ویډیويي پیغام کې راڅرګند شوی و.
د اسوشېټېډ پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې د داعش مشر په خپل تازه ویډیويي پیغام کې د خپل ډلې وروستۍ ماتې منلي دي او د سریلانکا د وروستیو چاودونو په اړه هم غږېدلی دی.
د داعش ډلې وسله والو په روان کال کې په عراق او سوریه کې تر خپل کنټروال لاندې ګڼې سیمې له لاسه ورکړي دي.
په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې دفاع وزارت ادعا وکړه چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي ممکن په سوریه کې د مسکو په هوايي حملو کې وژل شوی وي، خو امریکا چارواکو دغه ادعا رد کړه او ویلي یې و چې د هغه د اوسېدو ځای نا معلوم دی.


د مطلب کود: 184240

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184240/د-داعش-مشر-له-پنځو-کلونو-وروسته-ویډیو-کې-څرګند-شو

آوا
  https://www.avapress.com