دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۹
د مطلب کود : 184214
زلمی خلیلزاد سیمې ته د خپل اووم سفر په ترڅ کې اسلام اباد ته رسېدلی
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سیمې ته د خپل اووم سفر په ترڅ کې نن اسلام اباد ته رسېدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل پر خپل ټوېټر لیکلي چې د خلیلزاد دا سفر د کابل او اسلام اباد د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې په اړه د منظمو سلامشورو یوه برخه ده.

تر دې مخکې زلمي خلیلزاد د افغانستان له یوه سیمه ییز ټلویزیون طلوع نیوز سره په مرکه کې د افغانستان په وړاندې د پاکستان په دریځ کې پر بدلون نسبي خوشبیني څرګنده کړې وه.
د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز هم له ښاغلي خلیلزاد سره په دې سفر کې ملتیا کوي.
زلمي خلیلزاد چې تېره اوونۍ یې سیمې ته سفر پیل کړی، په بریتانیا، روسیه او افغانستان کې له چارواکو سره تر لیدنو کتنو وروسته اسلام اباد ته ځي.
د نوموړي دا سفر به د مې تر ۱۱مې دوام وکړي.
په عین حال کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کنيټ مکنزي وايي، دوی دا مهال په افغانستان کې د خپلو او یا نړیوالو ځواکونو د حضور په اړه د بدلون کومه پرېکړه نه ده کړې.
جنرال کنيټ مکنزي د الحره ټولویزیوني شبکې ته په یوه مرکه ویلي، راتلونکې ټولې پرېکړې به په هغو روانو خبرو پورې اړه ولري چې افغان حکومت، د افغانستان خلک او ممکن طالبان په کې برخه ولري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfyjdyjw6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته