د کورنیو چارو وزارت د خبر له مخې، تېره شپه د لوګر ولایت د مرکز اړوند په پادخاب شاني سیمه کې د ګډو امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو طالبانو د کمېسیون مشر کریم نومی او یو بل ملګری یې ونیول شول.
له یادو کسانو څخه یو میل تفنګچه، دوه شاجورونه او څه باندې ۵۵۰ ډزه مرمۍ هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې دي.