کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت: غزنې ولایت لپاره طالبانو نظامي مرستیال او دوو ډلګۍ مشران وژل شوی

3 ثور 1398 ساعت 13:19

د افغانستان دفاع وزارت وایي، پرون د ثور په ۲ مه د غزني ولایت په مرکز او څو ولسوالیو کې د هوايي حملو او ځمکنیو عملیاتو پر مهال د دغو ولایت لپاره د طالبانو د نظامي مرستیال او دوو ډلګۍ مشرانو په ګډون ۳۸ تنه ترهګر وژل شوي دي.



د دفاع وزارت له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، پرون دوشنبه د ثور په ۲ مه  د آب بند ولسوالۍ په خدو خېل کلي کې د هوایي بریدونو پر مهال ۱۷ او د ځمکي چاڼېزو عملیاتو پر مهال ۶ وسله وال طالبان وژل شوي.
خبر پاڼه زیاتوي، د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ په والي نومي کلې کې د غوڅ ملاتړ ماموریت او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې مولوي زاهد او منور چې د طالبانو ډلګۍ مشران وو له خپلو ۶ ملګرو سره په هوایي برید کې په نښه او له منځه وړل شوي دي.
د خبر پاڼې له قوله د غزني ولایت په مرکز مستوفي نومي کلي کې د طالبانو پر یوه مهمه اډه هوایې حمله شوې چې په پایله کې یې د غزني ولایت لپاره د طالباني نظامي مرستیال مولوي شینواري په ګډون ۵ ترهګر وژل شوي او ۹ تنه ټپیان شوي دي.
دغه راز د غزني ولایت د مرکز اړوند شالېز په کلي کې په یوه هوایي حمله کې  ۲ نور طالبان هم وژل  شوي.
 


د مطلب کود: 183868

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/183868/دفاع-وزارت-غزنې-ولایت-لپاره-طالبانو-نظامي-مرستیال-او-دوو-ډلګۍ-مشران-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com