دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۰۱
د مطلب کود : 183705
عمران خان افغانستان ته د مشورو پر ځای د دعا کولو ډاډ څرګند کړ
د پاکستان لومړي وزیر ویلي، چې پاکستان به نور د افغانستان د سولې پر بهیر له مشورې وړاندې کولو ډډه وکړي او د دغه بهیر د بریالیتوب لپاره به دعاګانې کوي.

له هغې وروسته، چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د شاوخوا یوې میاشتې مخکې خبرې د افغانستان د سولې او لنډ مهاله حکومت د جوړیدو په تړاو له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوې؛ اوس خان ویلي، نور په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې  مشورې نه ورکوي، بلکې دعا کوي؛ ځکه مشورې یې مداخلې ګڼل شوې دي.
د افغانستان حکومت تمه لري، چې پاکستان دې د افغانستان د سولې په بهیر کې رښتینې همکاري وکړي.
د ولسمشر دوه یم مرستیال محمد سرور دانش وایي، چې د پاکستان له همکارۍ پرته جګړه پای ته نه رسیږي او دا هېواد باید نه یوازې د سولې خپلمنځي خبرو له پیلیدو ملاتړ ښکاره کړي، بلکې سولې ته د رسیدو په برخه کې هم له افغانستان سره رښیتنې ملګرتیا وکړي.
د ولسي جرګې غړی خدا داد عرفاني وایي، چې که دوی د افغانستان د خلکو د ژغورلو لپاره ګام اخیستی وای او له سولې یې ملاتړ کړی وای؛ نن به د دې هېواد خلکو دغه بد وضعیت نه لره.        
پاکستان په ځلونو تورن شوی، چې په خپله خاوره کې ترهګرو ته پناه ورکوي.  که څه هم پاکستان په ځلونو دا ادعاوې رد کړي؛ خو د افغان چارواکو د څرګندونو له مخې که پاکستان د ترهګرو له ملاتړ لاس وانخلي، جګړه پای ته نه رسیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyteviuqeoaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته