د اعلامېی له قوله د باګرام دغې پوځي اډې ته څېرمه په پروني ځانمرګي برید کې د ۳ امریکایي سرتیرو په ګډون یو بل امریکایي وګړی وژل شوی دی.
په ورته وخت کې نن د امریکا د بهرنیو چارو وزیز د اعلامیې په خپرولو سره ویلی چې د امریکایا نو پر وړاندې پرونی برید یو بد او ترهګریز عمل و.
ښاغلي پامپیو پر خپله تویټر پاڼه زیاته کړې چې، دغسې بزدلانه حملې په افغانستان کې د امریکا د سولې هڅې نشي کمزوري کولای.
په ورته وخت کې طالبانو رسنیو ته په لیږل شوې خبر پاڼه کې د دغې حملې مسولیت په غاړه اخیستی او ویلی یې دي چې په دغو برید کې یې ۱۰ امریکایي عسکر وژلي او ۲ ټانکونه یې لمنځه وړل شوي دي.