دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 182864
غور کې طالبانو نیمه شپی برید/ دوه سرتیری شهید شوی او امنیتی پوستی تجهیزات په تاراج وړل شوی
طالبان، تیره نیمه شبه د غور ولایت مرکز اشترغان په سیمه کې یو امنیتی پوستی باندی برید کړی چی په لړ کې یی دوه تنه امنیتی سرتیری شهید شوی دی. همدارنګه دا ډله د سیمی پریښودو مخکې، ددی پوستی ټول تجهیزات د ځان سره وړی.

سید نادرشاه بحر؛ د غور نمایندګانو مجلس پخوانۍ غړۍ د افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری سره په مصاحبه کې وایی چی تیره شپه ۱۲ بجی شپه، طالبان اشترخان سیمه کې امنیتی پوستی باندی برید کړی. په دی پوسته کې ۵ تنه امنیتی سرتیری حضور درلود، چی دوه تنه یی شهید او دری تنه نور یی پوستی پریښودلو باندی مجبور شوی.
هغه زیاته کړه چی طالبان د سیمی پریښودو مخکې، په دی امنیتی پوسته کې ټول شته تجهیزات د ځان سره وړی.
همدارنګه عبدالحی خطیبی؛ د غور والی ویاند د افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری سره په مصاحبه کې وویل چی تیره شپه طالبان اشترخان سیمی یو امنیتی پوستی باندی برید کړی خو تلفات په اړه یی جزییات په لاس کې نسته.
https://avapress.com/vdcepw8zejh8vvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته