د کرکټ دوو ملي لوبغاړو محمد نبي او راشد خان له لوبډلمشرۍ څخه د اصغر افغان له لرې کولو سره مخالفت کړې او دا پریکړه یې بې وخته بللې ده.
محمد نبی او راشد خان لوبډلمشرۍ څخه اصغرافغان لیرې کیدو سره مخالفت وښوده
16 حمل 1398 ساعت 20:47
د کرکټ دوو ملي لوبغاړو محمد نبي او راشد خان له لوبډلمشرۍ څخه د اصغر افغان له لرې کولو سره مخالفت کړې او دا پریکړه یې بې وخته بللې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ د ټاکنیزې کمیټې مشر دولت احمدزي نن په یوه خبري کنفرانس کې د اصغر افغان پر ځای په ټسټ لوبو کې دلوبډلمشر په توګه د رحمت شاه، د یو ورځنیو سیالیو کې ګلبدین نایب او شل اووریزو سیالیو لپاره راشد خان لوبډلمشر اعلان کړ.
دغه راز شفق الله شفق د شل اووریزو سیالیو مرستیال لوبډلمشر، راشد خان د یو ورځنیو سیالیو مرستیال لوبډلمشر او حشمت الله شهیدي د ټسټ سیالیو مرستیال لوبډل مشر اعلان کړل.
که له یوې خوا د کرکټ یو شمیر مینه والو دغه پریکړې بې ځایه او له وخته مخکې بللې، د کرکټ ملي لوبغاړو راشد خان او محمد نبي هم له دې پريکړې سره مخالفت کړی دی.
د کرېکت ملي لوبغاړی راشدخان په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د کرېکټ بورډ له دې پرېکړې سره چې د شل اوریزو لوبو د لوبډلمشر په توګه ګومارلی مخالف دی.
هغه دا پرېکړه غیرمسوولانه ګڼلي او ویلي، چې په نړیوال جام کې به دا پرېکړه د لوبډلې پر کړنې منفي اغېزه وکړي.
بل ملي لوبغاړي محمد نبي هم پخپل ټویټ کې له دې پریکړې سره مخالفت کړی دي. هغه لیکلي : (( زه د ملي لوبډلې د یوه مشر لوبغاړي په توګه، چې دافغانستان د کرکټ پرمختګونه مې له نږدې لیدلي، فکر نه کوم، چې دا به په سم وخت کې سمه پریکړه شوي وي.))
نوموړي زیاته کړې، چې ملي لوبډلې د اصغرافغان په لوبډلمشرۍ کې ښه پرمختګ کړي او لوبغاړي پرې راټول شوي دي.
د نبي په وینا، اصغر د ملي لوبډلې د مشرۍ لپاره مناسب تن دی.
د یادونې وړ ده، چې دواړو لوبغاړو په پخپلو ټویټونو کې ولسمشر اشرف غني، اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم ټګ کړي دي.
د مطلب کود: 182707