کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی:

ترکمنستان سره نفتي موادو په مقابل کې مرمر صادرولو باندی هوکړه شوی

9 حمل 1398 ساعت 11:40

افغان ولسمشر وايي چې له ترکمنستان سره توافق ته رسېدلي چې د نفتي مواد په مقابل کې به دغه هېواد ته مرمر صادروي.



افغان ولسمشر وايي، په‌داسې حال کې چې نور فکر کوي چې د افغانستان وضعیت مبهم دی، افغان سوداګرو پانګونه د نړیوالو باور راجلبوي او د کار زمینه برابروي.
محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۰۸» د جلغوریو د پروسس او بسته‌بندۍ او د اوسپنو د ویلي کېدو د فابریکو په پرانېست غونډه کې وويل، افغانستان به د صنعتي موادو د وارېدونکي هېوادونو نه د صنعتي موادو په صادرونکي هېواد بدل کړي.

دی وايي:
"له ترکمنستان سره نتیجې ته رسېدلي یو چې د نفتي موادو په بدل کې به مرمر ورته صادر کړو، د لاجورد دهلیز پر اساس د اذربایجان له لارې د اروپا بازار درته خلاص دی."
ښاغلي غني وویل چې افغانستان د دوهم درجه اجناسو د وارداتو ځای نه‌دی او له دې وروسته به ضبط شي.
نوموړي همدا شان زیاته کړه چې افغاني محصولاتو ته ښه بازرا موندنه شوې ده چې له هغې جملې د متحده عربي اماراتو او اذربایجان بازارونه دي.
محمد اشرف غني وویل، نور نه غواړي چې د بامیان کچالو پاکستان ته صادر شي چې پرځای به یې اذربایجان ته ولېږل شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې افغانستان په تېر ۱۳۹۷ کال کې بهرنیو هېوادونو ته د ۶۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات درلودل.
د سیمې هېوادونو ته د هوايي دهلیزونو افتتاح، د چابهار بندر له لارې نور هېوادونو ته د افغاني مالونو صادرات، د چین، قزاقستان، هند او ازبکستان له لارې د افغان سوداګرو صادارت د افغانستان د صادارتو د زیاتوالی عمده لاملونه دي.
 


د مطلب کود: 182276

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/182276/

آوا
  https://www.avapress.com