د کندهار امنیه قوماندان تادین خان وايي، د لومړنیو تحقیقاتو په اساس حمله کوونکو د ولسي جرګې د پخواني غړي عبیدالله بارکزي سره لومړی پر ټيلیفون خبرې کړي او وروسته يې وژلی دی.
کندهار امنیه قوماندان: عبیدالله بارکزي باندی برید کوونکې لومړی هغه سره ټیلیفون باندی خبرې کړي
4 حمل 1398 ساعت 9:40
د کندهار امنیه قوماندان تادین خان وايي، د لومړنیو تحقیقاتو په اساس حمله کوونکو د ولسي جرګې د پخواني غړي عبیدالله بارکزي سره لومړی پر ټيلیفون خبرې کړي او وروسته يې وژلی دی.
عبیدالله بارکزی د شنبې په ورځ درې بجې د کندهار ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د نامعلومو وسله والو په حمله کې ووژل شو.
وسله والو طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي.
د مطلب کود: 181959