دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۳
د مطلب کود : 181237
هرات-نوی دهلی هوایی دهلیز پرانیستل شو
هرات بین المللی هوایی ډګر کې سیمه ایز مقاماتو حضور سره د یو مراسمو په لړ کې د هرات-نوی دهلی هوایی دهلیز پرانیستل شو.

دا مراسم چی د هرات بین المللی هوایی ډګر کې ترسره شو، په لومړۍ پرواز کې ۱.۴ تن پستی او زعفران د هرات څخه و نوی دهلی ته ولیږدول شو.
د هوایی دهلیز شروع څخه تراوسه ۶۱۶۳ تن کالا د ۴۷۷ پروازونو په لړ کې نړۍ بیلابیلو هیوادونو ته صادر شوی دی.
عبدالقیوم رحیمی؛ هرات والی په دی مراسمو کې وویل: ددی دهلیز په پرانیستلو سره به هرات څخه صادرات رونق پیدا کړی او دا ګام کولای شی هرات تجارتی محیط ښه کړی، موږ غواړو چی ددی وروسته په دوامداره توګه صادرات ولرو.
https://avapress.com/vdchxznzq23n6id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته