دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 180924
په دوحه کې پر څلورو موضوعاتو  تمرکز کوي
"دا خبرې روانې دي او پر څلورو داسې موضوعاتو تمرکز کوي چې له یوه بل سره تړلي دي، څو یوې موافقې ته لار هواره شي، دا څلور ټکي د ترهګرۍ مخنیوی، د ځواکونو ایستل، د افغانانو خپل منځي خبرې او اوربند رانغاړي."
 د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رابرټ پالادینو وویل چې په دوحه کې پر څلورو موضوعاتو خبرې کېږي.
ده زیاته کړه:
"دا خبرې روانې دي او پر څلورو داسې موضوعاتو تمرکز کوي چې له یوه بل سره تړلي دي، څو یوې موافقې ته لار هواره شي، دا څلور ټکي د ترهګرۍ مخنیوی، د ځواکونو ایستل، د افغانانو خپل منځي خبرې او اوربند رانغاړي."
طالبانو له زلمي خلیل‌زاد سره په تېرو غونډو کې پر دې ټینګار کاوه چې د افغانستان د حکومت له استازو سره خبرې نه‌کوي، خو قاضي محمد امین وقاد وایي چې په کابل کې له طالبانو سره د یوه با صلاحیته افغانستان شموله پلاوي پر جوړېدو کار روان دی او دا پلاوی به په لنډ راتلونکي کې په قطر کې د سولې خبرې پیل کړي.
ښاغلي وقاد زیاته کړه:
"د میاشتو په حساب به نه‌وي د اوونیو په حساب به وي د ورځو په حساب به وي چې دا کار کېدای شي. موږ هیله‌مند یو چې نوی کال له دغسې نوې خبرې سره پیل شي او دا نوی کال د بین‌الافغاني مذاکراتو له پيغام سره وي او په هغې کې پرمختګ محسوس وي او نتیجې ته ورسېږو."
تمه ده چې د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان د سولې پر مسئلې خبرې وشي.
دا مسئله د یوناما د هغه نږدې ۳۴ مخه راپور یوه اساسي برخه ده چې د بحث لپاره‌یې امنیت شورا ته وړاندې کړی دی.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcj8yevxuqeohz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته