دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۲۸
د مطلب کود : 180887
افغانستان ملي امنیت سلاکار خپل ازبکستاني سیال سره د ترهګرۍ سره ګډې مبارزې په اړه بحث وکړ
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټرحمدالله محب د ازبکستان د ملي امنيت له سلا کار ډاکټر ويکټو محمودوف سره د کتنې پر مهال, د افغانستان د سولې, له سخت دريځۍ او ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې لپاره د سند په جوړيدو بحثونه کړي دي.

د ملي امنيت شورا د رسنيز دفتر د خبر له مخې, د ازبکستان د ملي امنيت سلا کار ښاغلي محمودوف په دغې کتنه کې د افغانستان د سولې له پروسې د بشپړ ملاتړ تر څنګ ويلي چې په دې هيواد کې سوله د افغانان په مشرۍ او مالکيت سره شونې ده.
د خبر پاڼې په حواله په کتنه کې د يادو موضوعاتو تر څنګ, له نشه يي تو کو سره د ګډې مبارزې, د امنيتي بنسټونو په چوکاټ کې د روغتيايي همکاريو, زيربنايي, مواصلاتي, ښوونيزو او کلتوري مرستو په باب هم بحثونه شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په داسي حال کې له ازبکستاني چارواکو سره د کتنې په موخه تاشکند ته تللی, چې د طالبانو له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې د طالبانو د قطر دفتر مشر او د  دې ډلې سياسي مرستيال ملا عبد الغني برادر د روانۍ اونۍ په لړ کې, د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي سره د افغان سولې په اړه په قطره کې ليدلي دي.
 
https://avapress.com/vdch6vnzq23n66d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته