دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 180867
ننګرهار کې پر یو ودانیز شرکت برید کې ۱۶تنه وژل شوي
د ننګرهار ولایت هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر ته څېرمه پر یو دانیز شرکت ‌‌‌‌‌‌وسله وال ډله ییز برید د پنځو حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېد.

د ننګرهار والي‌ ویاند عطءالله خوګیاني د چهارشنبې په ورځ ته وویل یو شمېر وسله والو د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د «E.B.E» په نوم پر یو داخلي ساختماني شرکت برید وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې لوموړی دوو تنو ځانمرګي بریدونه کړي او پاتې درې نور حمله کوونکي تر نهه ساعته نښتې وروسته د افغان ځواکونو لخوا وژل شوي دي.
خوګیانی وايي، چې په دغه برید کې د یاد ساختماني شرکت ۱۶ تنه کارکونکي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي چې د دوو تنو روغتیايي حالت نازک دی.
نوموړي زیاته کړه چې د پېښې په ځای کې د افغان ځواکونو لخوا چاڼیز عملیات روان دي.
د ننګرهار د والي ویاند همدارنګه زیاتوي چې د پېښې له ځایه دوه ځانمرګي‌ واسکټونه، یو موټر بم او یو شمېر لاسي بمونه د افغان ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي دي.
دغې ساختماني ودانۍ ته څېرمه د بهرنیو ځواکونو مرکز او هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر پروت دی.
یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې دغه ساختماني شرکت هوايي ‌‌‌‌‌‌ډګر کې بهرنیو ځواکونو ته ودانۍ جوړولې.
تر دامهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
دا برید پر داسې مهال کېږي چې ولسمشر محمد اشرف غني‌ د ننګرهار ګاونډي ولایت کونړ ته تللی دی.
 
https://avapress.com/vdcfvxdyew6dcca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته