کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د چپرهار لپاره د تش په نوم نومول شوي ولسوال په ګډون ۱۱وسله وال طالبان ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 حوت 1397 ساعت 12:26

ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو تېره شپه د شیرزادو ولسوالۍ په ګندومک سیمه کې عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د چپرهار ولسوالۍ لپاره د نومول شوي تش په نوم ولسوال او یو شمیر قوماندانانو په ګډون ۱۱ وسله وال طالبان ووژل شول .


د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو د مالوماتو له مخې، د دې عملیاتو پر مهال د چپرهار لپاره د وسله والو طالبانو له لورې تش په نوم نومول شوی ولسوال سبحان الله چې مشهور په شاهین عادل او یو شمیر نورمهم قوماندانان هم وژل شوي دي،همدا راز درې شکمن کسان یې ژوندي نیولي .

د دې عملیاتو پر مهال ۷ سوه ګرامه نشه یې توکې، یو لابراتوار،څو عرادې موتر سایکلونه،سپکې او درنې وسلې،ماینونه او یو شمیر نور توکې هم تر لاسه شوي،چې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لورې لمنځه وړل شوي دي .

د ملي امنیت ځآنګړي ځواکونه وایي، د دې عملیاتو پر مهال ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .


د مطلب کود: 180855

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180855/د-چپرهار-لپاره-تش-په-نوم-نومول-شوي-ولسوال-ګډون-۱۱وسله-وال-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com