دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۳۱
د مطلب کود : 180700
هلمند چارواکې: وروستیو سېلابونو له امله لږترلږه اته کسان مړه شوي
د هلمند چارواکي وایي چې د وروستیو سېلابونو له امله لږترلږه اته کسان مړه او اته نور ټپیان دي او سلګونه کسان هم ژغورل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک رسنیو ته وویل چې د هلمند په ناوې او ګرمسیر ولسوالیو کې د سېلابونو له امله بند پاتې شوي سلګونه کسان ژغورل شوي او د نورو د ژغورلو لپاره هڅې روانې دي.
ده وویل:د ژغورنې ټیم ورته جوړ شوی، هغوی ساحو ته رسېدلي، دغه ټیم تر اوسه توانېدلی چې سلګونه کورنۍ او سلګونه کسان له هغه ځایه وژغوري او را ویې باسي، د ژغورنې هڅې اوس هم روانې دي، ترڅو په هغو ځایونه کې چې کسان ګیر پاتې دي، هغوی هم وژغورل شي، د ځمکې له لارې نه، بلکې د هوا له لارې یې د ژغورلو امکان شته او په دې کار روان دی.
ښاغلي ځواک دغه راز وویل چې وروستیو سېلابونو په هلمند کې زرګونو کورنیو ته مالي زیانونه رسولي دي.
https://avapress.com/vdcbggb8grhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې