د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، په بغلان ولایت کې یې د طالبانو پر یوه مهمه اډه بریالي عملیات ترسره کړي دي، د دغې ډلې دوه غړي یې وژلي او زیاته اندازه وسلې او مهمات یې لاسته ورغلي دي.
بغلان ولایت کې طالبانو یوه مهمه اډه باندی عملیات ترسره شوي
12 حوت 1397 ساعت 17:37
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، په بغلان ولایت کې یې د طالبانو پر یوه مهمه اډه بریالي عملیات ترسره کړي دي، د دغې ډلې دوه غړي یې وژلي او زیاته اندازه وسلې او مهمات یې لاسته ورغلي دي.
د ملی امنیت ریاست له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د ملي امنیت ځانګړې قطعې د پلخمري – سمنګان تر منځ په غزیدلې لاره د ساقي (ملایانو) په کلي کې د یوې تروریستي ډلې د قومندان قاري جنت ګل پر پټن ځای ، چې په شاهین مشور دی، بریالي عملیات ترسره کړي دي. په دغو عملیاتو کې د دغې تروریستې ډلې دوه تنه غړي وژل شوي او په پراخه اندازه وسلې او مهمات د ملي امنیت منسوبینو لاسته ورغلي دي.
د ملي امنیت له لورې د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، قاري جنت ګل چې په شاهین مشور دی د طالبانو د یوې ۱۵ کسیزې ډلې قوماندان دی، د دې قوماندان وسله واله ډله د ډنډ شهاب الدین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وران کارانه فعالیتونه ترسره کوي د پلخمري او مزار شریف تر منځ په عمومي غزیدلې لاره د مسافرینو د تګ راتګ په مخه کې ستونزې جوړولې.
اعلامیه زیاتوي چې د دغو عملیاتو په پایله کې د آدم خان او محمد په نومونو د دغې ډلې دوه تنه غړي وژل شوي او یو ۸۲ ملي متري توپ، یو میل پیکا یو میل کلاشینکوف، یو ګرنیټ د طالبانو یو بیرغ او ځیني نور نظامي تجهیزات د دولتي قوتونو لاسته ورغلي دي.
د مطلب کود: 180687