دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۶
د مطلب کود : 180658
سیلابونه په افغانستان کې د ۱۶ تنو ژوند واخیست
د راپورونو له مخې سیلابونه په څو ولایتونو کې تراوسه د ۱۶ تنو ژوند اخیستی او ۳۵۰ تنه مسافر هم د کابل-کندهار لویی لاره کې ژغورل شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، بامیان، غزنی، غور، میدان وردک او دایکندی ولایتونو لاری د واورو اوریدنو له امله بند شوی دی.
سالنګ لاره هم د موترونو تللو او راتللو په وړاندی تړل شوی دی.
عبدالبصیر حبیبی، سالنګونو ساتنې او مراقبت مسؤول تمدن تلویزیون سره په اړیکه کې وویل، دا لاره تیری ورځۍ مازدیګر څخه تړلی دی.
هغه زیاته کړه، تراوسه ۲۳ برفکوچ په سالنګونو کې رامنځته شوی دی.
په لسګونه موټرونه د سختو واورو له امله کابل-کندهار لویه لاره کې د زابل ولایت شاه جوی ولسوالی کې ګیر پاته دی چی د عارف نوری غزنی والی په وینا، ۳۵۰ تنه مسافر چی ګیر پاته وو، کورونو او مساجدو ته لیږدول شوی دی.
د سیلابونو له امله هم په کندهار کې د ۱۰ تنو ژوند اخیستی دی.
لشکرګاه ښار کې هم سیلاب ۶تنه وژلی او ۷ تنه نور ټپیان کړی دی.
 
https://avapress.com/vdcdkz0fjyt0j96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته