کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قرار دی چی کابل پروسې درېیمه غونډه راتلونکې کې ترسره شي

10 حوت 1397 ساعت 11:49

ټاکل شوې چې د کابل د پروسې په درېیمه غونډه کې چې په نژدې راتلونکي کې په کابل کې جوړېږي، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه خبرې وشي.



نژدې یو کال مخکې د کابل د پروسې په دوهمه غونډه کې افغان ولسمشر اشرف غني د یوه بې ساري اقدام په ترڅ کې له طالبانو سره د بې قیده او شرطه خبرو اعلان وکړ.
افغان چارواکي وايي، د کابل د پروسې په راتلونکي غونډه کې به چې وخت یې لا نه‌دی معلوم د سولې د روانو هڅو په اړه بحث وشي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي له رسنیو سره  په‌ خبور کې دې اړه نور جزئیات ورکړل: له ۳۰ زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته به د کابل د پروسې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شي. بحثونه به د سولې په اړه وي، ځکه چې د سولې او د سولې د بهیر نوښت هم افغان حکومت کړی دی. تر اوسه مشخصه نېټه نه ورته لرو، خو ډېر ژر به یې جزئیات درسره شریک کړو. وروسته له دې چې نېټه یې معلومه شوه، بیا به په‌دې برخه کې کار پیل کړو.

که څه هم افغان حکومت د دې غونډې مشخصه نېټه نه‌ده ښودلې، خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پرون په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې د روسیې حکومت ته د کابل د پروسې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې.
انټرفکس خبري اژانس د دې وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا له قوله راپور ورکوي چې نوموړی وايي، دا غونډه د روانې کب میاشتې په ۱۶مه جوړېږي او بحثونه به یې د سولې د خبرو لپاره پر تیاریو او د افغانستان په قلمرو کې د ترورېزم پر ضد پر مبارزه متمرکز وي.
د کابل د پروسې د درېیمې غونډې د جوړېدو لپاره د تیاریو خبر په‌داسې حال کې ورکول کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خبرو پنځم پړاو پیل شوی.
که څه په‌دې خبرو کې د یوې دوه ورځنۍ وقفې خبر ورکړل شوی، خو ښکاري چې دواړو خواوو په‌دې خبرو کې پرمختګ کړی.
 


د مطلب کود: 180540

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180540/

آوا
  https://www.avapress.com