دخپریدو نیټه :جمعه ۳ حوت ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۳۶
د مطلب کود : 180143
افغانستان کرېکټ ملي ټیم آیرلنډ ته په لومړیو شل اوریزه لوبه کې ماته ورکړه
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نن د فبرورۍ په ۲۱ مه د هندوستان په دهرادون ښار کې خپلې سیالې لوبډلې آیرلنډ ته په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ماتي ورکړه.

پچه د اېر لنډ کپیټان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، د ۶ لوبغاړو پع ځیدو سره یې ۱۳۲ منډې هدف افغانستان ته وټاکه.
افغانستان کریکټ لوبډلې د اېر لنډ هیواد له لوري ټاکل شوي هدف ته د پنځو لوبغاو په سوځیدو سره ځان ورساوه او ایرلنډ کرېکټ ټیم ته یې دغې شل اوریزه لوبه کې ماتي ورکړه.
په دِې لوبه کې تر ټولو ډېرې ۴۹ منډې محمد نبي عیسی خیل جوړې کړې چې د سیالۍ په پای کې د لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو.  ټاکل شوې بله شل اوریزه لوبه د دې دواړو ټېمونو تر منځ شنبه د فیبروزۍ په ۲۳ ترسره شي.
 
https://avapress.com/vdcc0xqs12bq4s8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته