کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټاکل شوې چې نن افغانستان او ترکمنستان ترمنځ استراتېژیک مشارکت تړون لاسلیک شي

2 حوت 1397 ساعت 13:26

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ستراتېژيک مشارکت تړون لاسلیک شي.



دا تړون به افغان ولسمشر اشرف غني له خپل ترکمن سیال قربان‌قلي بردي محمدف سره په پلازمېنه عشق‌اباد کې لاسلیک کړي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي:په‌دې رسمي سفر کې ټاکل شوې چې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د ستراتېژیک مشارکت تړون لاسلیک شي او همداراز د افغانستان او ترکمنستان د ولسمشرانو مخې ته د همکاریو ګڼ سندونه لاسلیک شي چې مهم‌یې د اورګاډي د کرښې په برخه کې د همکاریو سند دی، نفت او ګاز، فرهنګي او ګمرکي همکارۍ دي چې د ولسمشر مخې ته به لاسلیک شي.
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په ستراتېژيک تړون کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې د اړیکو پر پراختیا ټینګار کېږي، خو په‌دې برخه کې نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.
 


د مطلب کود: 180074

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/180074/ټاکل-شوې-چې-نن-افغانستان-او-ترکمنستان-ترمنځ-استراتېژیک-مشارکت-تړون-لاسلیک-شي

آوا
  https://www.avapress.com