د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري رسنیو ته وویل، طالبانو ته دا تلفات پرون په قرهباغ ولسوالۍ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې اوښتې دي. د ښاغلي نوري په خبره پهدې هوايي برید کې د خالد نصرت په نوم د طالبانو یوه قوماندان هم وژل شوی دی. د غزني د والي ویاند وايي، پهدې حمله کې ملکیانو ته زیان نهدی اوښتی. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد دا پېښه تأییدوي،خو وايي یوازې دوه طالبان پهدې برید کې وژل شوي دي.