نوموړو څلورو تنو ترهګرو د کندهار ښار ترڅنګ په يو شمېر مرکزي ولسواليو کي د دولت پر وړاندي وسلوال تروريستي فعاليتونه ترسره کول چي قومي مشران او د دولت مامورين به يې په شهادت رسول.
همدارنګه يې د ۹ او پنځمي ناحيې اړوند د پوليسو دوه تنه افسران تر خپل هدف لاندي راوستلي وه چي يو يې په شهادت ورسوی او بل ته له رسېدو مخکي د کندهار د عام ولس په ځانګړې همکارۍ د ملي امنيت رياست د بيداره منسوبينو له خوا کشف او د ځانګړو عملياتو په پايله کي د دوه ميلو توفنګچو سره يو ځاي ونيول سوه، چي نيول سوو وسلوالو په خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)