دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 179391
جمهوررئیس: افغانستان به تر ۲۰۲۴ کال پورې خپل صادرات اته میلیارد ډالرو ته لوړ کړي
هغه زیاته کړه، خصوصي سکتور سره د ښې همکارۍ او نږدې کار په پایله کې به افغانستان تر ۲۰۲۴ کال پورې خپل صادرات اته میلیارد ډالرو ته لوړ کړي.

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست او نوماند اجمل احمدي او کابل ښاروال احمدذکي سرفراز د معرفي په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې لومړی د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست او کابل ښاروال د ټاکلو په اړه د جمهوررئیس حکمونه او فرمان ولوست.
جمهوررئیس غني د سلاکار په توګه د اجمل احمدي د کړنو، د هغه د شخصیت، ظرفیت، هیواد ته د ژمنتیا او د انکشافي لیدلوري ستاینه وکړه او وې ویل، د نړیوال بانک له لوري د ښو اصلاحاتو له امله افغانستان ته د لومړۍ درجې ورکولو کې ښاغلي احمدي ځانګړی رول درلود. جمهوررئیس وویل، اجمل احمدي به د عبدالمجید زابلي په څېر له خصوصي سکتور سره په همغږۍ او همکارۍ اقتصادي وده زیاته او افغانستان له وارداتي څخه په صادراتي هیواد بدل کړي. هغه زیاته کړه، خصوصي سکتور سره د ښې همکارۍ او نږدې کار په پایله کې به افغانستان تر  ۲۰۲۴ کال پورې خپل صادرات اته میلیارد ډالرو ته لوړ کړي.  
جمهوررئیس غني د کابل د نوي ښاروال احمدذکي سرفراز په اړه وویل، نوموړي د ښارجوړولو وزارت په چوکاټ کې له ساساکي کمپنۍ سره دکابل ښار د انکشاف په اړه ګډ کار کړی چې هم ستونزې ورمعلومې دي او هم یې د هغو په حل لارودقیق فکر کړی. د هیواد جمهوررئیس وویل، د افغانستان د پوهنتونو له ظرفیتونو څخه تراوسه اساسي استفاده نه ده شوې. هغوی باید د دولت په طرحو کې د سلاکارۍ او اجرائیوي رول ولري، ترڅو اساسي بدلون رامنځته شي. هغه زیاته کړه، ښاروالۍ باید په ځواب ویونکو بنسټونو بدلې شي او ښاریان په لنډ وخت کې اساسي بدلونونه وویني.
جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، زموږ معمارۍ باید زموږ اسلامي او ملي فرهنګ منعکس او ښارونه زموږ د فرهنګ استازیتوب وکړي. هغه زیاته کړه، اسلامي او ملي ارزښتونه زموږ د تداوم بنسټونه دي او په تېرو څلورو کالو کې چې د جوماتونو جوړولو او بیارغاونې ته څومره پاملرنه شوې، د افغانستان په تاریخ کې بېسارې ده. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر اجمل احمدي د جمهور رئیس غني له باور څخه په مننې وویل، خصوصي سکتور سره همکاري، په صادراتي هیواد د افغانستان بدلول او د صنعت د ودې ملاتړ، هغه درې اصول دي، چې وزارت به ورته اساسي پاملرنه وکړي.
ښاغلي احمدي وویل، په ۲۰۱۹ کال کې یو ملیارد ډالرو ته د صادراتو لوړول، د سوداګرۍ ودې ته پاملرنه،په نویو برخو کې د پانګونې زمینې برابرول، د صنعت سکتور سره همکاري او اصلاحات  یې مهم لومړیتوبونه دي. هغه زیاته کړه، د صادراتو اندازه باید اووه برابره لوړه شي او د وزارت کارکوونکي د خدمت فرهنګ پیاوړی کړي، ترڅو خپل واضح لیدلوري ته ورسېږو. د کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز دغه نوې ورسپارل شوې دنده امتیاز نه، بلکې هغه دروند مسوولیت وباله چې پر وړاندې یې زیاتې ستونزې او ننګونې پرتې دي. هغه زیاته کړه، د کابل ښار زیاتې ستونزې یې په خپله لیدلي، تجربه کړي او فکر یې ورباندې کړی، نو له همدې امله به ورته اساسي رسیدګي وکړي.
ښاغلي سرفراز څرګنده کړه، د کابل ښار د پراختیا لپاره واضح لیدلوری، نقشه او پلانونه موجود دي، خو د ستونزو د حل لپاره دوه اړخیزه ژمنتیا او د ښاریانو همکاري مهمه ده.  هغه زیاته کړه،د ښاریانو د باور او ملاتړ جلبولو لپاره به د هغوی د رغنده نظریاتو د هرکلي ترڅنګ ښه والي، اسانتیاوو او نوښتونو ته پام ډېر کړي.
 
https://avapress.com/vdcf11dyyw6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته