د دې چاودنې مسؤلیت چې له القاعده سره تړلې الشباب ډلې منلی، د موګادیشو د یو سوداګریز مرکز په پارکېنګ کې شوې ده. چارواکي وايي، تر اوسه نهده روښانه چې ایا چاودنه کوم ځان وژونکي کړې او که د ايښودل شوي بم د چاودنې نتیجه ده. د پولیسو یوه ځايي چارواکي علي حسن کولمايي رسنیو ته ویلي چې په پېښه کې ۱۵ کسان ټپیان شوي هم دي.