کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حزب اسلامی: هیچا ته اجازه نه ورکوو چی سولې ترنامه لاندی نامشروع حکومت رامنځته کړی

15 دلو 1397 ساعت 18:01

حزب اسلامي وايي، هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د سولې له نامه په استفادې سره نامشروع حكومت رامنځته كړي او د ملي بنسټونو د ويجاړۍ لامل شي.



د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي په اعلاميه کې چې نن يې خپره کړې، راغلي چې د امريکا متحده ايالتونو او طالبانو ترمنځ په داسې حال كې د مذاكراتو لړۍ پيل شوه چې د دولت استازي په كې ګډون نه لري.
سرچينه زياتوي چې دا مذاكرات كه څه هم نوى انكشاف دى او ځينو ته يې هيلې راټوكولې، خو د ناستې تركيب، د دولت عدم حضور، د مذاكراتو د څرنګوالي او مبهمې اجنډا او د ځينو لوريو غيرمسوولانه څرګندونو؛ په هېواد کې دننه او بهر اندېښنې راولاړې كړې دي.
 د راپورونو له مخې، د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال  شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي چې که د سولې خبرې مخته ولاړې شي او دوى واک ته ورسيږي نو ملي اردو به منحل کړي، ځکه چې بهرنيانو رامنځته کړې ده. 
 حزب اسلامي په دې اړه وايي، دا هغه څه دي چې هيڅ شريف او سرلوړى افغان يې نه مني.
په اعلاميه کې راغلي:"په دې كې شک نشته چې افغان ولس له روانې بدمرغې جګړې ستړی شوی او باعزته سوله غواړي؛ خو داسې سوله چې د بين الافغاني مذاكراتو او روغې جوړې په نتيجه كې رامنځته شي، د ناستې اصلي لوري افغانان وي، د افغانانو د خوښې حكومت، د قانونمند اسلامي نظام تأسيس، ځمکنۍ بشپړتيا، ټولنيز او سياسي عدالت، د ملي ګټو خونديتوب او د ملي ادارو تحکيم او ثبات تضمين كړي؛ نه هغه سوله چې له بهره پر افغانانو تحميل شي، اصلي لوري يې بهرنيان او د بهرنيانو د خوښې يو افغاني لورى وي، همغسې لكه چې د شوروي ځواكونو د وتلو په وخت كې د ژنيو په مذاكراتو كې اصلي لوري مسكو، واشنګټن او اسلام اباد وو، د كابل حكومت استازي هم بلل شوي وو خو د مجاهدينو په غياب كې د سولې تر نامه لاندې داسې توافق رامنځته شو چې يوازې د شوروي ځواكونو وتلو ته يې پتمنه بڼه وركړه، مخكنۍ جګړې ته يې په نوې بڼې كې د دوام لار پرانېسته، چې په نتيجه كې يې ملي ادارې او بنسټونه ويجاړ، د نوييمې لسيزې ترخې پېښې رامنځته شوې او همغې جګړې تر ننه پورې دوام وكړ."
سرچینه لیکي چې حزب اسلامي هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د سولې له نامه په استفادې سره يو نامشروع حكومت رامنځته كړي او د افغانستان د ملي بنسټونو د ويجاړۍ باعث شي.
په اعلاميه کې راغلي:" يوازې هغه سوله د منلو وړ ده چې د نظام استحكام او په ټولنه كې ثبات او عدالت تأمين كړي؛ له دې پرته تش په نامه او تحميلي سوله هيڅ ارزښت نه لري او هيڅ ستونزه نه شي حل كولى. حزب اسلامي افغانستان نه يوازې دغې ملې او ديني وجيبې ته ژمن دى، بلكې د انارشۍ او بې ثباتۍ د مخنيوي لپاره به د تل په څېر د خپل غيور ملت په څنګ كې ودرېږي. "
حزب اسلامي وايي، سوله قرباني غواړي او دې قربانۍ ته بايد هر رښتينی افغان چمتو وي.
سرچينه زياتوي چې که موقت حکومت يا د واک په جوړښت كې هر ډول بدلون د ډاډمنې سولې متضمن وي، بايد پر وړاندې يې خنډونه رامنځته نه شي.
دغه ګوند له بين الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي از زياتوي، لکه څنګه چې يې تر دې وړاندې د ډاډمنې سولې د ټينګښت لپاره د بين الافغاني مذاکراتو لاره خپله کړه، دې ته ورته د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو لپاره هر ډول همکارۍ او منځګړيتوب ته چمتو دى.
په اعلاميه کې راغلي:"د بين الافغاني مذاکراتو او تلپاته سولې لپاره زموږ طرحه دا ده چې يو ملي، ځواکمن، باصلاحيته او د هېواد ټولو مطرحو اړخونو ته د منلو وړ پلاوى جوړ شي، دغه پلاوى د سولې لپاره د ملي اجماع د رامنځته کولو ترڅنګ د مذاکراتو او د سولې په تړاو د هرې پرېكړې او وروستي تصميم يوازينۍ عالي او معتبره مرجع وي. په دې سره به په جګړه كې د ښكېلو اړخونو هر ډول بهانې له منځه ولاړې شي او روان مذاکرات به سوچه بين الافغاني بڼه خپله کړي."
حزب اسلامي د بهرنيو ځواکونو په اړه ليکي:"موږ سره له دې چې د سولې او بين الافغاني مذاکراتو په اړه د امريکا متحده ايالاتو وروستي اقدامات او د خپلو ځواكونو د ايستلو په اړه د دوى اظهارات تأييدوو او په دې باور يو چې جنګ يوازې هغه مهال پاى ته رسېدى شي چې ټول كورني او بهرني عوامل یې له منځه ولاړ شي، لکه څنګه چې تل مو د بهرنيو ځواکونو بشپړ وتل غوښتل او د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د سولې په معاهده كې هم ټينګار پرې شوی، او نن متحده ايالات هم د خپلو ځواكونو ايستلو ته چمتو شوي، هيله ده دا وتل د يوه معقول او د منلو وړ مهالوېش مطابق او مسوولانه ترسره شي، وتل يې له افغان لوري سره د توافق له مخې وي او نه د شوروي ځواكونو د وتلو په څېر چې يوه اوږده جګړه يې ترشا پرېښوده. "
 


د مطلب کود: 179121

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/179121/حزب-اسلامی-هیچا-ته-اجازه-نه-ورکوو-چی-سولې-ترنامه-لاندی-نامشروع-حکومت-رامنځته-کړی

آوا
  https://www.avapress.net