کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ ولایت کې د دولت ۵۱ تنه مخالفین وزل شوی

15 دلو 1397 ساعت 12:13

د ولید ۳۴ عملیات په جریان کې چی د درو اونیو راهیسی په بلخ کې شروع شوی دی، تر اوسه ۵۱ تنه د دولت مخالفین د هغوی دوه مهم قوماندانانو په ګډون وژلی او ۱۵ تنه نور یی ټپیان کړی دی.



 
عبدالرزاق قاری؛ د بلخ پولیسو قوماندی امنیت آمر د آوا خبرګزاری سره په خبرو کې وویل چی دا عملیات دری اونۍ مخکې د بلخ د ولسوالیو لکه چمتال او چاربولک ولسوالی پاکسازی او نمبریک لوی لاری امنیت تامین لپاره شورع شوی وو او تراوسه ادامه لری.
هغه وویل چی په دی عملیات کې اسماعیل میوند او جنت ګل سنګر د طالبانو دوه تنه سرګروپان هم په وژل شویو کی دی.
هغه وویل چی په حاضر حال کې دا عملیات د بلخ ولایت چمتال ولسوالی کې ادامه لری.
ښاغلی قادری د چمتال، چاربولک او بلخ ولسوالیو امنیتی وضعیت نورمال وبلل او زیاته کړه چی اوس وضعیت د امنیتی ځواکونو کنترول لاندی دی او هیڅ کوم مشکل شتون نه لری.
بلخ د افغانستان امن ولایتونو څخه شمیرل کیږی، خو د مخالفینو تحرکات په ځینو ولسوالیو کې شتون لری.
 


د مطلب کود: 179095

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/179095/په-بلخ-ولایت-کې-د-دولت-۵۱-تنه-مخالفین-وزل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com