په هرات کې امنیتی مسؤولین وایی چی نن سهار ناپیژانده کسان صوتی بمب د توحید خصوصی ښوونځی ورودی دروازی په وړاندی ځای پرځای کړی وو چی په دی پیښه کې هیچا ته زیان نه دی رسیدلی.
جنرال امین الله امر خیل د هرات امنیه قوماندان
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته وویل چی نن چاودنه یو صوتی بمب چاودنه وو چی نن سهار نږدی ۷:۱۵ بجو په شاوخوا د هرات باد مرغان به سیمه کط رامنځته شوی دی.
هغه وویل چی پیښه حتما د ذات البینی مسایلو له امله وو چی په څیړنه کې به واضح شی.
همدارنګه مهدی حدید د هرات ولایتی شورا نماینده زموږ خبرنګار ته وویل چی چاودنه یو چسبکی بمب له امله وو چی توحید مکتب دروازی مخته د درسونو شروع کیدو دوه ساعته مخکې چاودنه کړی دی.
هغه وویل چی خوشبختانه هیچا ته زیان نه دی رسیدلی.