جمهور رئیس ټرمپ، د پنجشنبې په ورځ ه د سلواغې په ۱۱مه رسنیو ته ویلې، د افغان سولې په تړاو له ۱۸ ځله پرله پسې مذاکرو وروسته د سولې اړوند جدي خبرې یې پیل کړې ، او دا پروسه به دوام ولري .
نوموړي زیاته کړې، دسولې په هکله مو خبرې روانې دي ، موا فقې ته د رسیدو په صورت کې به امریکایي نظامیان خپلو کورونوته را ستانه شي .
دا په داسې حال کې ده چې، د افغان حکومت اوطالبانو ترمنځ د سولې په تړاو مذاکرات دوام لري .
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد پر ټویټر پاڼه ویلي: دافغان سولې په اړه مو وروستۍ ناسته ترنورو ناستو ګټوره، وه .
خلیلزاد زیاته کړې، که څه هم ځینې مسایل شته ، چې راتلونکي پړاو مذاکراتو کې به تربحث لاندې ونیول شې کوم چې د فیبرورۍ په ۲۵ مه، د امریکايي ، او طالب استازو ترمنځ په دوحه کې پیل کیږي .